اسلامآباد (وېب نیوز) وفاقي حکومت د پټرولیم محصولاتو پر لګېدلې د پټرولیم لیوي په کچه کې بدلون راوستی دی. د نوې خبرپاڼې له مخې، پر پټرولو د لیوي اندازه په هر لیټر ۶ روپۍ او ۲۲ پیسې لوړه شوې، چې ورسره د پټرولو پر هر لیټر لیوي ۷۰ روپۍ او ۳۶ پیسو ته رسېدلې ده. بلخوا، پر های سپیډ ډیزلو د پټرولیم لیوي اندازه په هر لیټر ۶ روپۍ او ۲۲ پیسې راکمه شوې، او اوس به پر هر لیټر ډیزلو ۷۰ روپۍ او ۸۲ پیسې لیوي اخیستل کېږي. د خبرپاڼې له مخې، پر خاورو تېلو د ۲۰ روپۍ او ۳۶ پیسو لیوي پخوانۍ کچه پر خپل ځای پاتې ده، او د پټرولیم محصولاتو پر هر لیټر ۵ روپۍ کاربن لیوي هم بدلون نه دی کړی.
