تازه خبرونه ۴ جولائی ۲۰۲۶

محمد صلاح د نن بریا زما د ژوند له غوره ورځو څخه ده

نیویارک (یو این اې) د مصر د فوټبال ملي لوبډلې کپتان محمد صلاح ویلي، چې د فیفا نړیوال جام ۲۰۲۶ په ناک‌اوټ پړاو کې د لومړي ځل لپاره د مصر بریا د هغه د ژوند له تر ټولو غوره ورځو څخه ده. نوموړي وویل، د اسټرالیا پر وړاندې د پنالټیو په لړۍ کې بریا سره مصر تاریخ جوړ کړ او د دې سترې لاسته راوړنې بشپړ کریډیټ ټولې لوبډلې ته ورکوي. مصر به اوس په پري کوارټر فاینل کې له ارجنټاین سره مخامخ شي.