تازه خبرونه ۵ جولائی ۲۰۲۶

د ویسټ انډیز او انګلستان د سفر لپاره د پاکستان ټېسټ لوبډله اعلان شوه، بابر اعظم بیا کپتان وټاکل شو

لاهور (وېب نیوز) د پاکستان کرکټ بورډ د ویسټ انډیز او انګلستان د سفر لپاره د ۱۶ کسیزې ټېسټ لوبډلې اعلان کړی او بابر اعظم یې یو ځل بیا د ملي لوبډلې کپتان ټاکلی دی. د سلېکشن کمېټې غړي عاقب جاوېد په لاهور کې د اسد شفیق او مصباح الحق ترڅنګ د لوبډلې اعلان وکړ، چې پکې شان مسعود، امام الحق، اذان اویس، عبدالله فضل، سلمان علي آغا، غازي غوري، محمد رضوان، ساجد خان، علي عثمان، عامر جمال، محمد علي، محمد عباس، عبید شاه، اویس ظفر او خرم شهزاد شامل دي، خو سعود شکیل د فټنس ستونزو له امله لوبډلې ته نه دی غوره شوی. عاقب جاوېد وویل، د بېلابېلو فارمیټونو اړتیاوو او د لوبډلې د پایلو په نظر کې نیولو سره د کپتانۍ بدلون شوی، او مصباح الحق ټینګار وکړ چې د بریا لپاره د لوبغاړو او کپتان دوامداره ښه کارکردګي اړینه ده. ټاکل شوې ده ملي لوبډله د جولای په ۱۸مه وارم اپ لوبه وکړي، او د ویسټ انډیز پر وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه به د جولای له ۲۵مې تر ۲۹مې د ټرینیډاډ په ټاروبا ښار کې ترسره شي.