لاهور (ويب ډيسک) وزيراعظم شهباز شريف د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف سره په جاتي امرا کې ملاقات وکړ، چې پکې د سياسي او اقتصادي صورتحال تفصيلي جاج واخيستل شو۔ په غونډه کې اسحاق ډار او مريم نواز هم موجود وو۔ د تېلو د قيمتونو زياتوالي او عامو خلکو ته د رليف په اړه هم خبرې وشوې او د خلکو د ستونزو کمولو لارښوونه وشوه۔
