اسلامآباد (وېب نیوز) د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي، د پاکستان او ترکیې ترمنځ اقتصادي ملګرتیا یو نوي او هیله بښونکي پړاو ته داخله شوې ده. نوموړي په استانبول کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تر لیدنې وروسته وویل، دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو، سیمهییزې سولې، ډیپلوماسۍ او سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې او هوکړه یې کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه پنځه میلیارده ډالرو ته ورسوي او ورورګلوي اړیکې لا پیاوړې کړي.
