تازه خبرونه ۵ جولائی ۲۰۲۶

د امنیتي وضعیت له امله په بلوچستان کې د تھری جی اور چار جی خدماتو د بندېدو احتمال

کوټه (وېب نیوز) د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي ویلي، د خراب امنیتي وضعیت له امله په ټول بلوچستان کې د موبایل انټرنېټي خدماتو د بندولو امکان شته. نوموړي وویل چې وسله‌وال د دغو شبکو له لارې خپلې حملې همغږي کوي، له همدې امله حکومت غواړي د امنیت تر څنګ د فایبر آپټیک له لارې کلیو، ښوونځیو او روغتونونو ته خوندي انټرنېټي اسانتیاوې برابرې کړي.