(وېب نیوز)
د یمن د الحدیده ولایت په بېلابېلو سیمو کې د حکومتي ځواکونو او حوثي وسلهوالو ترمنځ سختې جګړې روانې دي چې له امله یې لږ تر لږه ۶۵ کسان وژل شوي دي. یمني چارواکي وایي، په وژل شویو کې ۱۵ حکومتي سرتېري او له ۵۰ څخه زیات حوثیان شامل دي. د راپورونو له مخې حوثیانو لنډ مهال ځینې پوځي پوستې نیولې وې، خو حکومتي ځواکونو بېرته خپل کنټرول ټینګ کړی دی.
