کوټه (ویب ډیسک) د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر اصغر خان اچکزئی ویلي چې د واکمنو قوتونو په ملاتړ جوړې شوې ډلې د اصلي پښتون قومي تحریک بدیل نه شي کېدای۔ هغه وویل چې عوامي نېشنل ګوند د پښتنو ستونزو ته عملي حل وړاندې کوي او د باچا خان فکر د قومي یووالي لپاره اړین دی۔ په غونډه کې ګڼ شمېر کسانو په ګوند کې د شمولیت اعلان هم وکړ۔
