کوټه (ویب ډیسک) د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند د جنوبي پښتونخوا صوبایي کمیټې مهمه غونډه روانه ده چې پکې د ګوند مشر خوشحال خان کاکړ د مېلمه په توګه ګډون کوي۔ په غونډه کې د امن و امان، بې روزګارۍ، تعلیمي ستونزو او ګرانۍ په اړه تفصيلي بحثونه کېږي او د راتلونکې سیاسي تګلارې لپاره پلانونه جوړېږي۔
