کوټه (وېب نيوز) په نړيوالو او کورنيو بازارونو کې د سرو زرو بيې د پرلهپسې پنځمې ورځې لپاره هم راکمې شوې دي. د آل پاکستان صرافه اېنډ جيولرز ټولنې له مخې د ۲۴ قيراطه يو توله سره زر ۴ زره او ۷۰۰ روپۍ ارزانه شوي او بيه يې ۴ لکه ۳۰ زره او ۲۳۶ روپيو ته رسېدلې ده، همدارنګه د لسو ګرامه سرو زرو بيه هم راټيټه شوې ده. په نړيوال بازار کې د يو اونس سرو زرو بيه ۴۷ ډالره کمه شوې او د سپينو زرو بيې هم ښکته شوې دي۔
