تازه خبرونه ۹ جولائی ۲۰۲۶

دريم شل اوريزه؛ انګلستان هند ته په ۱۲۵ منډو سخته ماتې ورکړه، په سيريز کې ۲-۰ مخکې شو

کوټه (وېب نيوز) انګلستان د درېيم شل اوريز نړيوالې لوبې کې هند ته په ۱۲۵ منډو ستره ماته ورکړه او د پنځو لوبو په سيريز کې يې ۲-۰ برتري خپله کړه. د ناټنګهم په لوبغالي کې انګلستان لومړی بيټنګ وکړ او د اوو ويکټو په زيان يې ۲۰۱ منډې جوړې کړې، فل سالټ ۷۰ او سام کرن ناسوځېدلې ۴۱ منډې وکړې. د ۲۰۲ منډو هدف په تعقيب کې د هند ټوله لوبډله په ۷۶ منډو وسوځېده. د انګلستان له لوري جوش ټنګ څلور او جوفرا آرچر درې ويکټې واخيستې. دا د شل اوريزو نړيوالو سياليو په تاريخ کې د منډو له پلوه د هند تر ټولو ستره ماتې بلل کېږي۔