پاکستان ۱۱ مئی ۲۰۲۶

دښمن دې په دې پوه شي چې د پاکستان پر ضد راتلونکې هر ډول ماجراجويي به ډېر خطرناک، اوږدمهاله او دردناک اثرات ولري، فیلډ مارشل

General Asim Muneer

اسلام آباد (نوې ژوند) فیلډ مارشل سید عاصم منیر ویلي دي چې دښمن دې په دې ښه پوه شي چې د پاکستان پر ضد راتلونکې هر ډول ماجراجويي به محدود نه وي، بلکې ډېر خطرناک، اوږدمهاله او دردناک اثرات به ولري۔

د “معرکه حق” د بریا د یو کال پوره کېدو په مناسبت د راولپنډۍ جي اېچ کيو کې جوړې شوې درنې یادګاري دستورې ته په خپل تاریخي خطاب کې فیلډ مارشل سید عاصم منیر وویل چې د “معرکه حق” او “آپریشن بنیان مرصوص” په ترڅ کې د الله تعالی په فضل پاکستان، ولس او وسله والو ځواکونو بې ساري بریا ترلاسه کړه۔

هغه وویل، “معرکه حق” د دوو نظریو ترمنځ یوه پرېکنده جګړه وه، چې پکې حق بریالی او باطل له ماتې سره مخ شو۔

فیلډ مارشل وویل چې هند دا خوب ویني چې پاکستان د عسکري یرغل او سفارتي انزوا ښکار کړي او په سیمه کې د ځواک توازن بدل کړي، خو دا خوب د هغوی له وس او وړتیا څخه ډېر لوړ دی او پاکستان به هېڅکله دا هدف بریالی نه پرېږدي۔

هغه د “معرکه حق” ټولو شهیدانو او غازیانو، په ځانګړي ډول شهیدو شویو بې وسه ښځو، سپین ږیرو او معصومو ماشومانو ته د ټول ملت او وسله والو ځواکونو له خوا د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې او ویې ویل چې “موږ د خپلو شهیدانو قربانۍ امانت، خپله ځواکمني ذمه واري او خپله بریا د الله تعالی احسان ګڼو.”

هغه وویل چې د ولس او ملي قیادت پیغام دا دی چې د هېواد خپلواکي، سرحدي بشپړتیا او ملي وقار باندې هېڅ ډول جوړجاړی د منلو وړ نه دی۔

فیلډ مارشل زیاته کړه چې هند په دې جګړه کې سخت ځاني او مالي زیانونه ګاللي، چې قیمت به یې تر اوږدې مودې ورکوي۔ د هغه په وینا، د فتح میزایلونو او د پاک فضایي ځواک شاهینانو د دښمن له 26 څخه زیات عسکري اهداف په بریالیتوب سره په نښه کړل۔

هغه وویل، “الحمدلله، نن د پاکستان دفاع د هر ډول بهرني یرغل پر وړاندې بشپړه ناقابل تسخیر ده.” نوموړي ټینګار وکړ چې د راتلونکو جګړو بڼه به “ملټي ډومین آپریشنز” وي، چې پکې به لرې واټن ویشتونکي وسلې، ډرونونه، سایبر ټکنالوژي او مصنوعي ذهانت کارول کېږي۔

فیلډ مارشل وویل چې د وسله والو ځواکونو د عصري اړتیاوو سره د برابرولو لپاره “ډیفنس فورسز هیډکوارټرز” جوړ شوی دی، او د سعودي عرب سره د پاکستان ستراتیژیک دفاعي تړون د هېواد د سفارتي بریاوو یو مهم پړاو دی۔

هغه زیاته کړه چې پاکستان نن د خپلې اغېزمنې، ذمه وارې او غیر جانبدارې سفارتکارۍ له لارې د تاریخي امن مذاکراتو کوربه توب کوي۔

فیلډ مارشل وویل، “هند چې له پاکستان سره دودیزه جګړه ناممکنه ګڼي، یو ځل بیا د ترهګرۍ ناوړه لاره خپله کړې ده.” نوموړي له افغانستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه او پټنځایونه په بشپړ ډول ختم کړي۔

هغه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان زړورو ولسونو، وسله والو ځواکونو او قانون نافذوونکو ادارو ټولو افسرانو او سرتېرو ته سلام وړاندې کړ او ویې ویل چې “موږ به د هر بې ګناه پاکستانی د وینې بدل اخلو او د ترهګرۍ پر ضد دا جګړه به د وروستي ترهګر تر ختمېدو دوام ولري.”
فیلډ مارشل وویل چې پاکستان به د کشمیري ولس سیاسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ ته دوام ورکوي۔ د هغه په وینا، د پاکستان شین هلالي بیرغ د امید نښه ده او وسله وال ځواکونه یې منظم او هر وخت چمتو دي۔هغه وویل، “پاکستانی ولس زموږ ځواک دی او موږ د ولس قوت یو. پاکستان پرون هم ناقابل تسخیر و او ان شاءالله راتلونکې کې به هم ناقابل تسخیر پاتې شي.”په دې دستوره کې د هوايي ځواکونو مشر ایئر چیف مارشل ظہیر احمد بابر سدھو او د بحري ځواکونو مشر ایډمرل نوید اشرف هم ګډون کړی و۔ د وسله والو ځواکونو مشرانو د شهداو په یادګار د ګلونو څادر کېښود او د درې واړو ځواکونو چمتو دستو سلامي وړاندې کړه۔بلخوا د هند د جارحیت پر ضد د پاک پوځ د “آپریشن بنیان مرصوص” او “معرکه حق” تاریخي بریا په مناسبت نن په ټول هېواد کې د “یوم تشکر” نمانځنه هم وشوه۔د یو کال پوره کېدو په مناسبت صدر مملکت آصف علي زرداري په خپل پیغام کې د فیلډ مارشل عاصم منیر مشري او زړورې پرېکړې د “معرکه حق” د بریا اساسي لامل وبللې، په داسې حال کې چې وزیراعظم شهباز شریف وویل، “پاکستانی ولس نه وېرول کېدای شي او نه ټیټول کېدای شي.”د ایوان صدر له خوا په جاري شوي اعلامیه کې د پاک فضایي ځواک د مشر او شاهینانو غیر معمولي مهارت او مسلکي وړتیا وستایل شوه۔وزیراعظم شهباز شریف په خپل پیغام کې وویل چې قوم خپلو شهیدانو او غازیانو ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کوي او شهیدان د فولادي دېوال په څېر د وطن دفاع ته ولاړ وو۔