مقامی ۱۱ مئی ۲۰۲۶

انتظامي بنيادونو باندې د صوبو د وېش هر ډول پلان به ونه منل شي: اصغر خان اڅکزی

چمن (نوې ژوند) د عوامي نیشنل ګوند صوبايي صدر اصغر خان اڅکزي ويلي دي چې د انتظامي بنيادونو پر اساس د صوبو د وېش هر ډول پلان به عوامي نیشنل ګوند په هېڅ صورت ونه مني۔هغه وويل چې عوامي نیشنل ګوند تل په هېواد کې د قومي بنيادونو پر اساس د وحدتونو د بيا جوړښت ملاتړ کړی، خو دا عمل بايد د ژبې، تاريخ، کلتور او جغرافيې پر بنسټ وي۔اصغر خان اڅکزي زياته کړه چې د ځينو قوتونو له خوا د صوبو د انتظامي وېش شوشه د دې لپاره ده چې پاتې وسايل ونيول شي، خو د ده په وينا دا يو منظم هڅه ده چې پښتون او بلوچ باشعور ولسونه يې ښه درک کوي۔هغه وويل چې هېواد دا مهال له سخت سياسي او اقتصادي فشار سره مخ دی، چې پکې بې روزګاري، ناامني، بدګورنس، انتهاپسندي او ترهګري تر لوړې کچې رسېدلې دي۔نوموړي زياته کړه چې له تېرو درې کلونو راهيسې له ډيورنډ کرښې سره نږدې د تجارت بندېدل او تګ راتګ محدودول د پښتون ولس اقتصادي قتل عام دی۔هغه د ګوند د تنظيمي فعاليتونو په اړه وويل چې د تحصيل په کچه د روزنيزو ورکرز کنونشنونو دوام يو مثبت پرمختګ دی، او د کارکنانو په لوی شمېر کې ګډون دا ښيي چې ولس لا هم د باچاخان فکر، حقيقي جمهوريت او قومي سياست باندې باور لري۔د هغه په وينا، د ګوند ذمه داران دې خپل تنظيمي تړاو لا قوي کړي او د تنظيم د فعاليت لپاره دې جدي هڅې وکړي۔په دې ورکرز کنونشن کې د ګوند مرکزي او صوبايي مشرانو هم ګډون وکړ او ويناوې يې وکړې، چې پکې وويل شول چې د عوامي نیشنل ګوند اصل سرمايه د هغه کارکنان دي، او د هغوی سياسي او تنظيمي تربيت د وخت مهم ضرورت دی۔مقررینو وويل چې د ګوند هدف دا دی چې ولس ته د هغوی له ستونزو خبرتيا ورکړي او د قومي او معاشي حقونو لپاره مؤثر کردار ادا کړي۔هغوی زياته کړه چې د ګوند بنيادي يونټونه بايد د ولس سره مستقيم تماس وساتي او د کلي په کلي او محلې په محلې کې د خلکو له ستونزو ځان خبر کړي۔د عوامي نیشنل ګوند مشرانو وويل چې ګوند تل د اصولي سياست، جمهوري رواياتو، آئيني بالادستۍ او د محکومو اقوامو د حقونو لپاره مبارزه کړې او دا به لړۍ جاري ساتي۔هغوی وويل چې اوسني حالات سياسي کارکنانو ته دا ذمه واري ورپه غاړه کوي چې د ولس تر منځ شعور او اګاهي پيدا کړي او ځوان نسل مثبت سياست ته راوګرځوي، څو هېواد له روانو بحرانونو ووځي۔