کوټه (نوې ژوند) د بلوچستان کسټم اداره، چې له وړاندې د چاندۍ انګوټو د بدلون د سکينډل له امله د نيوکو لاندې ده، اوس د يو بل ستر جنجال سره مخ شوې ده۔ په کوټه کې د لکپاس په سيمه کې د کسټم په ويئرهاوس کې ناڅاپي لګېدلی سخت اور د کروړونو روپيو ضبط شوي سامان په ايرو بدل کړی دی، چې په اړه يې باوري سرچينې دا ادعا کوي چې ښايي دا د کرپشن د ثبوتونو د له منځه وړلو يوه قصدي هڅه وي۔د راپورونو له مخې، د اورلګېدنې پر مهال د ګاز بوزر د چاودنې له امله ۳۱ کسان سوځېدلي او ژوبل شوي دي، په داسې حال کې چې د پېښې له کبله د کوټه–کراچۍ او کوټه–تفتان ملي سړکونه د ټريفک لپاره تړل شوي وو۔داخلي سرچينې څرګندوي چې په ګودام کې موجود غيرملکي سګريټ، چھاليه او نور قيمتي توکي لا له وړاندې په غيرقانوني ډول بازار ته لېږدول شوي وو او د ریکارډ برابرولو لپاره د اور پېښې نه استفاده شوې ده۔د پېښې وروسته د کسټم عمله له موقعې څخه غايبه شوې، چې له دې حالت څخه په استفادې سره عام خلکو او مشتعل کسانو د توکو په لوټ کې لاس پورې کړی، په داسې حال کې چې امنيتي ځواکونو د هوايي ډزو باوجود ځينې اسمګلران د خپلو موټرو سره وتښتېدل۔د مستونګ ډپټي کمشنر بهرام سليم د پېښې ځای ته ورغلی او د مرستندويه چارو جاج يې اخيستی، خو سياسي او عامه حلقو د دې پېښې د لوړې کچې فارنزک پلټنو او د ګډ تحقيقاتي ټيم (JIT) د جوړولو غوښتنه کړې ده، څو په ادارو کې د موجودو خرابو عناصرو احتساب وشي۔بل لوري ته د کسټم چارواکو د قصدي اورلګېدنې تورونه رد کړي دي۔
