مقامی ۱۱ مئی ۲۰۲۶

پيټروليم مصنوعاتو کې د بيو زياتوالی سخت د غندنې وړ دی، دا د ولس ضد اقدام دی: جې یو آئي نظرياتي

کوټه (نوې ژوند) جمعيت علماء اسلام نظرياتي پاکستان د پيټروليم مصنوعاتو په بيه کې د وروستي دروند زياتوالي کلک رد او سخت غندنه کړې ده۔د مرکزي ترجمان سيد حاجي عبدالستار شاه چشتي په خپل بيان کې ويلي دي چې د نړيوالې منډۍ په بازار کې د بيې د کمېدو رجحان باوجود د پاکستان حکومت له لوري د بيې لوړول د ولس ضد عمل دی، چې له امله يې غريب او منځنی طبقه سخت زيانمنه شوې ده۔هغه وويل چې څو روپۍ کمې کول او بيا د ۵۰ نه تر ۸۰ روپيو پورې دروند زياتوالی کول ولس ته د دوکې ورکولو مترادف دی۔عبدالستار شاه چشتي زياته کړه چې اوسنی حکومت د نړيوال مالي ادارې (آی اېم اېف) د شرطونو مخې ته سر ټيټ کړی او د خرابو پاليسيو او فساد له امله هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ شوی دی۔هغه وويل چې د پيټروليم مصنوعاتو په ګرانېدو سره د ټرانسپورټ کرایې او د خوراکي توکو نرخونه په چټکۍ سره لوړېږي، چې له امله يې د عام وګړي ژوند ډېر سخت شوی دی۔جمعيت علماء اسلام نظرياتي غوښتنه کړې چې حکومت دې سمدستي وروستی زياتوالی بېرته واخلي، د نړيوالې منډۍ مطابق دې بيې کمې کړي او ولس ته دې د ټيکسونو له بوج څخه د خلاصون لپاره بېړني ګامونه پورته کړي۔