مقامی ۱۱ مئی ۲۰۲۶

د اوبو رسولو د حکومت لومړيتوب دی: انجنئير نديم پانېزئی

پشين (نوې ژوند) د پبلک هېلت انجينيرنګ پشين ايګزيکټيو انجينير نديم پانېزئي ويلي دي چې په ضلع پشين کې خلکو ته د څښاک پاکو اوبو رسونه د حکومت له لومړيتوبونو څخه ده۔هغه دا خبرې په خپل دفتر کې د خبريالانو سره د خبرو پر مهال وکړې۔ نوموړي وويل چې د محدودو وسايلو باوجود په روانو پرمختيايي منصوبو کار په چټکۍ سره روان دی او هڅه کېږي چې ټولې سکيمې په خپل وخت بشپړې شي، څو ولس ته بنيادي اسانتياوې د هغوی تر دروازې ورسېږي۔نديم پانېزئي وويل چې د سردار عبد الرحمن خېتران فعالې قيادت او ولس پلوه پاليسيو له امله په ټول صوبه کې د پبلک هېلت انجينيرنګ په سکټور کې د پام وړ پرمختګ شوی دی۔هغه زياته کړه چې د اوبو رسولو، ټيوب ويلونو بيا فعاله کولو، نويو واټر سپلاي سکيمونو او کليوالو سيمو ته د بنيادي اسانتياوو د پراختيا لپاره واضح حکمت عملي ټاکل شوې ده، چې مثبت اثرات يې تر پشين او لرې پرتو سيمو رسېږي۔نوموړي وويل چې د جاري منصوبو سخت مانيټرنګ کېږي، څو شفافيت او معيار ته زيان ونه رسېږي۔هغه زياته کړه چې د محمد هاشم غلزئي د اغېزمن انتظامي ويژن او اداري اصلاحاتو له امله د محکمې کارکردګي کې د پام وړ ښه والی راغلی دی۔نديم پانېزئي وويل چې افسران او فیلډ سټاف د ټيم ورک له لارې د ولس د خدمت مشن مخ ته وړي۔هغه د دې عزم څرګندونه وکړه چې په پشين کې د نويو او روانو سکيمونو بشپړېدو سره به د پاکو اوبو لاسرسی ښه شي، د روغتيا ستونزې به کمې شي او د خلکو د ژوند معيار به لوړ شي۔