پاکستان ۱۱ مئی ۲۰۲۶

بھارت يو ځل بيا د ترهګرۍ لاره خپله کړې، د هر بې ګناه پاکستاني د وينې بدله به اخلو: فیلډ مارشل

General Asim Muneer

راولپنډۍ (نوې ژوند) د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر ويلي دي چې نن ورځ د ټولو لپاره د ویاړ ورځ ده، او د دښمن د یرغل ځواب د ملي يووالي او زړورتيا سره ورکړل شوی دی۔ هغه وويل پاکستان تل د دښمن ټولې غلطې اندازې ناکامې کړې دي۔د “معرکه حق” د لومړۍ کليزې په مناسبت په جي اېچ کيو راولپنډۍ کې په ځانګړې دستوره کې د وینا پر مهال فیلډ مارشل وويل چې د الله تعالی په فضل پاکستان، ولس او وسله والو ځواکونو يو بې ساری بري ترلاسه کړی دی۔ د هغه په وينا دا معرکه د دوو نظریاتو ترمنځ پرېکنده جګړه وه چې پکې حق بريالی او باطل مات شو۔هغه وويل هند غواړي پاکستان د عسکري یرغل او سفارتي انزوا سره کمزوری کړي، خو دا خوب به هېڅکله پوره نه شي۔ د هغه په وينا په تېر يو کال کې د پاکستان ملي وقار ډېر لوړ شوی او نړۍ کې د پاکستان د دوستانو شمېر زيات شوی دی۔فیلډ مارشل د ټولو شهيدانو، غازیانو، ښځو، سپين ږیرو او ماشومانو ته د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې او ويې ويل چې د شهيدانو قرباني زموږ لپاره امانت ده او زموږ بریا د الله تعالی لوی احسان دی۔هغه وويل د هېواد صدر، وزیراعظم، سياسي قيادت، پوځ، سفارتکارانو، ميډيا او ځوانانو د دې بريا په ترلاسه کولو کې مهم رول ادا کړی دی، او د دښمن پروپاګنډ يې ناکام کړی دی۔فیلډ مارشل زياته کړه چې د قوي ملي يووالي له امله هند د جګړې بندولو غوښتنه وکړه، چې پاکستان د امن په لوی ګټه منلو سره قبوله کړه۔هغه وويل هند ته په دې جګړه کې درانه مالي او ځاني زيانونه اوښتي او د فتح ميزايلونو او هوايي ځواکونو د دښمن له ۲۶ څخه زيات هدفونه په نښه کړي دي۔د هغه په وينا د پاکستان دفاع نن هر ډول بهرني یرغل پر ضد بشپړه ناقابل تسخیر ده۔ هغه خبرداری ورکړ چې د پاکستان پر ضد هر ډول راتلونکی اقدام به ډېر خطرناک، اوږدمهاله او دردناک اثرات ولري۔فیلډ مارشل وويل د اوسني او راتلونکي جنګونو بڼه به ملټي ډومېن عمليات وي، چې پکې ميزايلونه، ډرونونه، سایبر او مصنوعي ذهانت کارول کېږي، او د دې لپاره دفاعي جوړښت لا عصري کېږي۔هغه وويل پاکستان د سعودي عرب سره دفاعي تړون د ستراتيژيکې سفارتي بريا يو مهم پړاو دی، او هېواد اوس د امن مذاکراتو کوربه دی۔فیلډ مارشل تور پورې کړ چې هند يو ځل بيا د ترهګرۍ لاره خپله کړې ده او افغانستان ته يې هم غوښتنه وکړه چې په خپله خاوره کې د ترهګرو مرکزونه ختم کړي۔هغه وويل “موږ به د هر بې ګناه پاکستاني د وينې بدله اخلو او د ترهګرۍ پر ضد دا جګړه به تر وروستي ترهګر پورې جاري وي۔”هغه زياته کړه چې پاکستان د کشمير د ولس سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ ته دوام ورکوي او هېواد به تل ناقابل تسخیر پاتې شي۔