مقامی ۱۱ مئی ۲۰۲۶

کوټه، د ډپټي کمشنر دفتر کې د لوکل سرټيفيکيټ کاغذ ختم، ځوانان له سختو ستونزو سره مخ

کوټه (نوې ژوند) د ډپټي کمشنر کوټه په دفتر کې د لوکل سرټيفيکيټ د چاپ لپاره کارېدونکی کاغذ له تېرو شپږو مياشتو راهيسې ختم شوی، چې له امله يې ځوانان له جدي ستونزو سره مخ شوي دي۔شهر يان وايي چې د کار غوښتنلیکونو د جمع کولو پر مهال د لوکل سرټيفيکيټ د نه موجودګۍ له کبله دوی د نوکريو له فرصتونو بې‌برخې پاتې کېږي۔د تېرو شپږو مياشتو راهيسې د ډپټي کمشنر کوټه دفتر ته دا ستونزه په پرله‌پسې ډول راپور کېږي، خو تر اوسه پورې د کاغذ د برابرولو کومه عملي اقدام نه دی شوی۔د دې وضعیت له امله د ادارې په چارو کې کمزوري او د ولسي ستونزو په حل کې بې‌توجهي څرګندېږي، چې ځايي خلک يې سخت اندېښمن کړي دي۔