مقامی ۱۱ مئی ۲۰۲۶

کوټه، د بي اے مال مخې ته د ټرافيکي پېښې وضاحت، د ژوبلو ښځو حالت د ډاډ وړ دی

کوټه (نوې ژوند) د بي اے مال مخې ته د رامنځته شوې ټرافيکي پېښې په اړه وضاحت ورکړل شوی چې ياد حادثه د سکواډ موټر له امله رامنځته شوې ده۔د وضاحت له مخې، د پېښې وروسته اړوند سکواډ په فوري توګه اقدام کړی او دواړه ژوبلې ښځې يې د ټراما سينټر ته لېږدولې دي، چيرته چې هغوی ته لومړنۍ طبي مرستې او ټولې ضروري طبي اسانتياوې ورکړل شوې دي۔وروسته دواړه ناروغان د لا ښه علاج او پاملرنې لپاره اريا هسپتال ته منتقل کړل شوي دي۔ د ياد شويو ښځو او د هغوی کورنيو ته هر ډول طبي، ټرانسپورټي او قانوني مرسته هم برابر شوې ده۔په ټراما سينټر او اريا هسپتال کې د سي ټي سکين، ايکس رې او نورو طبي معايناتو وروسته څرګنده شوې چې دواړو ښځو ته د هډوکو په کچه لږ فریکچرونه رسېدلي، خو د الله په فضل د سر کومه جدي ټپ يا خطرناکه طبي ستونزه نه لري او د هغوی حالت د ډاډ وړ دی۔د متاثره کورنۍ له لوري هم ليکلي رضايت وړاندې شوی چې پکې ويل شوي دوی د دې پېښې په اړه قانوني اقدام نه غواړي، ځکه پېښه غير ارادي وه او هېڅ لوری په قصدي ډول مسؤل نه دی بلل کېدای۔چارواکو ويلي چې د دواړو ښځو د غوره طبي درملنې لپاره ټول اړين ګامونه روان دي، خو له بلې خوا ځينې کسان او ځينې رسنيزې حلقې غير تصديق شوي او ګمراه کوونکي خبرونه خپروي، چې له امله يې بې ځایه ابهام پيدا کېږي۔له همدې امله له ولس او ميډيا څخه غوښتنه شوې چې له غير تصديق شويو او اټکلي خبرونو څخه ډډه وکړي او يوازې پر مستندو معلوماتو باور وکړي۔