مقامی ۱۱ مئی ۲۰۲۶

بلوچستان کې فقر د خطرناک کچې ته رسېدلی، ملک وليد توخي

کوئټه (نوی زواند) — نوموتي قبایلي، ټولنیز او سیاسي شخصیت ملک وليد خان توخي ویلي دي چې په بلوچستان کې فقر، بې روزګاري او ګراني د عامو خلکو ژوند سخت کړی او ګڼ شمېر بې وزله کورنۍ له لوږې او سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.هغه په کوئټه کې د بېلابېلو پلاوو سره د خبرو پر مهال وویل چې په اوسنيو حالاتو کې شتمن خلک، مخیر حضرات او ټولنیزې ادارې دا لویه دنده لري چې د اسلامي لارښوونو او انساني همدردۍ له مخې د اړمنو خلکو لاسنیوی وکړي.نوموړي وویل چې اسلام یو بشپړ نظام دی چې د انسانیت خدمت، لوږو ته خواړه رسول، د یتیمانو او مسکینانو سرپرستي او له مظلومانو سره مرسته پکې ډېر ټینګار شوی دی.ملک وليد خان توخي زیاته کړه چې په ټولنه کې ګڼ شمېر داسې سپین‌پوشه کورنۍ شته چې د سختو مالي ستونزو باوجود له چا د مرستې غوښتنه نه کوي، نو اړتیا ده چې شتمن خلک په پټه او د عزت نفس د ساتلو سره هغوی ته مرسته ورسوي.هغه وویل چې د بلوچستان په لرې پرتو سیمو او ښارونو کې هم فقر په خطرناک ډول زیات شوی دی. ګراني د مزدورانو، ورځ مزدورانو او کم عاید لرونکو خلکو ژوند سخت کړی دی. په ډېرو کورونو کې د فقر له امله د کورونو چولۍ سړې پاتې دي او والدین د خپلو ماشومانو بنسټیزې اړتیاوې نه شي پوره کولی.نوموړي ټینګار وکړ چې د ټولنې هر فرد باید د خپل وس مطابق د بې وزلو مرسته وکړي، څو هېڅ انسان د لوږې او محرومیت ښکار نه شي.هغه وویل چې الله تعالی د شتمنو په مال کې د بې وزلو حق ایښی دی، او که مخیر خلک په ګډه د غریبانو لاسنیوی وکړي نو نه یوازې د خلکو ستونزې کمېږي بلکې په ټولنه کې به ورورولي، مینه او همغږي هم زیات شي.ملک وليد خان توخي پر ځوانانو، ټولنیزو کارکوونکو او فلاحی ادارو هم غږ وکړ چې اړمنې کورنۍ وپېژني او د هغوی د مرستې لپاره منظم اقدامات وکړي.نوموړي په پای کې وویل چې د انسانیت خدمت تر ټولو لوی عبادت دی او د بې وسه خلکو په مخ د خوښۍ راوستل د الله تعالی د رضا ترلاسه کولو غوره لاره ده.