اسلامآباد/کوئټه (ویبسایټ) — د بحري چارو وفاقي وزیر محمد جنېد انور چودري ویلي دي چې د ګوادر بندر ته د یوه بل کارګو بېړۍ بریالۍ رسېدنه په سیمه کې د دغه بندر د مخ پر زیاتېدونکي فعال رول څرګند ثبوت دی.د اسلامآباد څخه په جاري شوي سرکاري بیان کې ویل شوي چې مال وړونکې بېړۍ “ایم وي یوان هانګ ویئے” د ۲۰۲۶ کال د مې په ۱۱مه نېټه سهار ۱۰ بجې او ۱۵ دقیقې ګوادر بندر ته رسېدلې ده.وفاقي وزیر دغه پرمختګ د نړیوال سمندري تجارت لپاره یو مهم پړاو بللی دی.د نوموړي په وینا، په دې بېړۍ کې شاوخوا ۳۴ زره ټنه سامان او نږدې ۲۰ زره بېلابېل توکي بار دي، چې د ټرانس شپمنټ فعالیتونو له مخې په بندر کې ښکته کېږي.محمد جنېد انور چودري زیاته کړه چې دغه سامان ابوظهبۍ او کوېټ ته لېږدول کېږي او ګوادر بندر د نړیوالې سوداګرۍ لپاره په مهم ټرانزیټ مرکز بدلېږي.وفاقي وزیر وویل، حکومت هوډ لري چې د بندر بنسټیزې اسانتیاوې نورې هم پیاوړې کړي، څو نړیوالې شپنګ کمپنۍ پر ګوادر لا زیات باور وکړي او نړیواله بحري تګ راتګ دې بندر ته راواوړي.
