کوئټه (ویبسایټ) — آل بلوچستان ګرېنډ ټرانسپورټرز اتحاد د لکپاس کسټم ګودام اورلګېدنه یوه خطرناکه او منظم سازش بللې او ادعا یې کړې چې دا پېښه یوازې حادثه نه، بلکې د کرپشن پټولو، شواهدو ختمولو او د ټرانسپورټرانو د کروړونو روپیو مالونو غصبولو هڅه ده.د اتحاد مخکښو ټرانسپورټرانو حاجي میر حکمت لهړي، حاجي دولت خان لهړي، حاجي وحید خان کاکړ، حاجي حبیب الله بادېزي، حاجي میر عبدالقادر رئیساني، حاجي میر اکبر لهړي، حاجي موسی جان اڅکزي، حاجي نصرالله دھوار، حاجي علي محمد او نورو په ګډ بیان کې ویلي چې په دغه اورلګېدنه کې د ټرانسپورټرانو ګڼ شمېر بسونه، کوچونه، ټو ډي ګاډي او نور قیمتي سامانونه سوځېدلي چې له امله یې درانه مالي زیانونه اوښتي دي.بیان کې ویل شوي چې د کسټم محکمه له وړاندې د اربونو روپیو د سپینو زرو خښتو د مبینه بدلولو په لوی سکینډل کې ښکېله ده، او اوس د لکپاس ګودام ناڅاپي اورلګېدنې دا شکونه نور هم زیات کړي چې ګواکې د کرپشن ثبوتونو ختمولو لپاره دا هر څه ترسره شوي دي.د اتحاد مشرانو ادعا کړې چې هغه ضبط شوي سامانونه چې مقدمې یې په عدالتونو کې روانې وې، هم د اور ښکار شوي، په داسې حال کې چې معلومات ښيي اصلي سامان له وړاندې په مارکیټونو کې پلورل شوی و او یوازې د ریکارډ برابرولو لپاره ګودام ته اور اچول شوی دی.ټرانسپورټرانو تور پورې کړی چې په کسټم محکمه کې ځینې کرپټ عناصر د منظم نیټورک په بڼه کار کوي او قیمتي ضبط شوي مالونه په جعلي یا کم ارزښته سامان بدلوي، بیا اصلي توکي په شخصي مارکیټونو کې خرڅوي.آل بلوچستان ګرېنډ ټرانسپورټرز اتحاد غوښتنه کړې چې د لکپاس اورلګېدنې پېښه دې د سپینو زرو خښتو له سکینډل سره یو ځای وڅېړل شي او د پلټنو لپاره دې لوړپوړې ګډه تحقیقاتي ډله جوړه شي چې د ګودام فرانزک آډټ ترسره کړي.دوی له وفاقي حکومت، چیف کلیکټر کسټمز، ایف آی اې او نورو ادارو غوښتي چې په پېښه کې ښکېل کسان دې قانون ته وسپارل شي، د ټرانسپورټرانو زیانونه دې جبران شي او په کسټم محکمه کې د روانې مبینه کرپشن پر ضد دې سخت اقدامات وشي۔
