کوئټه (ویبسایټ) — امنیتي ځواکونو د واشک ولسوالۍ په سیمه کې د دالبندین ـ کوئټه پر لاره د کامیاب عملیاتو پر مهال د انساني قاچاق یوه لویه هڅه شنډه کړې او ۲۶ غیرقانوني افغان وګړي یې نیولي دي.د تفصیلاتو له مخې، دوه شکمن موټر چې غوښتل یې د چیک پوسټ له پلټنې ځان تېر کړي، امنیتي اهلکارو په بروقت کارروائۍ سره ودرول.د موټرو د تلاښۍ پر مهال پکې ماشومان هم شامل ۲۶ افغان وګړي وموندل شول.لومړنیو پلټنو ښودلې چې دغه کسان د انساني قاچاق د یوه منظم نیټورک برخه وو، چې د پاکستان له لارې ایران او بیا د ترکیې له لارې اروپا ته په غیرقانوني توګه لېږدول کېدل.امنیتي سرچینو ویلي چې د انساني قاچاق په دغه ډول شبکو ضد ادارې په های الرټ دي او له نیول شویو کسانو نورې پلټنې روانې دي، څو د دې کاروبار اصلي مشران وپېژندل شي.چارواکو ویلي چې په سیمه کې د قاچاقبرانو پر ضد کریک ډاون او څارنه نوره هم سخته شوې ده۔
