کوئټه (ویبسایټ) — د بلوچستان وزیراعلی میر سرفراز بګټي په صوبه کې د نیشنل میډیا هاوسز له خوا د خبریالانو د برطرفیو او د بیورو دفترونو د تړلو پر ضد سخت غبرګون ښودلی او دا اقدام یې په کلکه رد کړی دی.هغه د بلوچستان اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې له خبریالانو سره هر ډول زیاتی د منلو وړ نه دی او حکومت به د دوی د حقونو د خوندي کولو لپاره هر ممکن ګام پورته کړي.وزیراعلی وویل چې د بلوچستان خبریالان په سختو او خطرناکو حالاتو کې خپلې دندې ترسره کوي، نو په داسې وخت کې د هغوی له روزګاره محرومول نه یوازې اقتصادي وژنه ده، بلکې د ټولې صوبې لپاره د اندېښنې وړ مسئله ده.میر سرفراز بګټي د نیشنل میډیا هاوسز پر مالکانو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې ځینې ادارې بلوچستان یوازې د کاروباري مارکیټ په سترګه ګوري، چې دا د یوې حساسې صوبې سره لویه ناانصافي ده.هغه ټینګار وکړ چې ټول ایوان د خبریالانو تر څنګ ولاړ دی او د هغوی د ستونزو د حل لپاره به له وفاقي وزیر اطلاعات عطاالله تارړ سره بیا اړیکه ونیسي.د اسمبلۍ حکومتي او اپوزیشن غړو هم د وزیراعلی د دریځ ملاتړ وکړ او د خبریالانو د حقونو لپاره یې د ګډې تګلارې غوښتنه وکړه۔
