مقامی ۱۲ مئی ۲۰۲۶

د کوئټه ـ کراچۍ شاهراه پر ناقص تعمیر د اپوزیشن لیډر سختې نیوکې

کوئټه (ویب‌سایټ) — د بلوچستان اسمبلۍ غونډې پر مهال اپوزیشن لیډر میر یونس عزیز زهري د کوئټه ـ کراچۍ شاهراه خراب وضعیت او ناقص تعمیراتي کارونو باندې نیشنل های وے اتھارټۍ (این ایچ اې) سخت وغانده.هغه ایوان ته وویل چې د سړک د ترمیم او جوړولو یوازې یوه اوونۍ وروسته لاره بېرته زیانمنه شوې، چې د اړوندې ادارې پر کارکردګۍ لوی سوالیه نښه ده.میر یونس عزیز زهري وویل چې د سړک خراب حالت له امله ټرافیکي پېښې زیاتې شوې او قیمتي انساني ژوندونه له خطر سره مخ دي.د موضوع د حساسیت له امله ډپټي سپیکر غزاله ګوله سخت برهمي وښوده او د این ایچ اې چارواکو ته یې د فوري حاضرېدو امر وکړ، څو د شاهراه د خراب وضعیت په اړه ترې وضاحت وغوښتل شي۔