کوټه (ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران د نطنز اټومي تاسیساتو ته نږدې د غرنۍ سیمې د په نښه کولو ګواښ کړی او ویلي یې دي چې تر هغو به امریکا له ایران سره مستقیمو خبرو ته لېوالتیا ونه لري، څو ایران د مانا لرونکو مذاکراتو لپاره چمتو نه شي. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د لبنان له ولسمشر سره د لیدنې پر مهال وویل، ایران د امریکا سره د بیا خبرو او هوکړې غوښتونکی دی، خو امریکا به هېڅکله ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړي. نوموړي د لبنان د ملاتړ ژمنه هم وکړه او ویې ویل، که د لبنان ولسمشر وغواړي، له حزب الله سره د خبرو امکان هم شته. د لبنان ولسمشر د امریکا د سولې هڅې وستایلې او ویې ویل چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره مناسب وخت رارسېدلی دی.
