تازه خبرونه ۲۱ جولائی ۲۰۲۶

په ملي لویو لارو کې دې امن ټینګ شي، که نه بلوچستان به له اقتصادي بحران او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي: عبدالرحیم کاکړ

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د مرکزي سوداګرو ټولنې مشر عبدالرحیم کاکړ د آل بلوچستان پرچون ګوډز ایسوسی ایشن له مشرانو سره په کوټه پریس کلب کې خبري غونډې ته وویل چې د بلوچستان د پرچون مالونو ټرانسپورټ د صوبې د اقتصاد ملا تیر دی او د زرګونو کورنیو روزګار ورسره تړلی دی. نوموړي وویل چې له سند، پنجاب او خیبرپښتونخوا څخه خوراکي توکي، درمل، الکترونیکي سامان او نور مالونه د همدې ټرانسپورټي شرکتونو له لارې د بلوچستان ټولو سیمو ته رسېږي، خو د ناامنۍ له امله د رسد لړۍ له جدي ګواښ سره مخ شوې ده. هغه زیاته کړه چې په مستونګ، قلات، سوراب او خضدار کې د بار وړونکو لاریو تښتول، باج اخیستل، لوټمار، ډزې او د لاریو سوځول په معمول بدل شوي، حال دا چې د ګڼو امنیتي پوستو شتون سره سره هم جرمونه دوام لري. د هغه په وینا ځینې ډلې له هرې لارۍ څخه لس میلیونه روپۍ یا تر دې زیات باج غواړي چې پایله یې د خلکو لپاره ګراني ده. عبدالرحیم کاکړ خبرداری ورکړ چې که حکومت سمدستي اغېزمن امنیتي ګامونه وانخلي، نو له کراچۍ څخه کوټې او د بلوچستان نورو سیمو ته د پرچون مالونو لېږد به په بشپړه توګه ودرول شي، چې له امله به اوړه، بوره، غوړي، دالونه، درمل، د ماشومانو خوراک، برېښنايي سامان او نور ضروري توکي کم او ګران شي. هغه له پاکستان او بلوچستان حکومت، کور کمانډر، چیف سیکرټري، آی جي پولیس او آی جي ایف سي وغوښتل چې په ملي لویو لارو دې دایمي امنیت، ګزمې، د باج اخیستونکو او تښتوونکو پر ضد بې توپیره عملیات او د سوداګرو او ټرانسپورټرانو د سر او مال بشپړ تحفظ یقیني کړي، کنه سخت احتجاج، شټر ډاون او د څرخونو بندیز به اعلان شي.