تازه خبرونه ۲۲ جولائی ۲۰۲۶

په کوټه کې پر دولتي ځمکه د ادعا شوي قبضې پر ضد د تحریک انصاف احتجاج

کوټه(ویب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف مشرانو، د کوټې پخواني ښاروال رحیم کاکړ او نورو غړو د سپیني روډ او جواینټ روډ پر څلورلارې د کالجونو د ادارې پر دولتي ځمکه او ودانۍ د ادعا شوي قبضې پر ضد سخت غبرګون ښودلی او له ستر قاضي، چیف سیکرټري، د نیب او د انټي کرپشن له مشرانو او نورو اړوندو چارواکو یې د سمدستي اقدام غوښتنه کړې ده. دوی ویلي چې د میلیاردونو روپیو ارزښت لرونکې دولتي ځمکه او ودانۍ دې بېرته د کالجونو ادارې ته وسپارل شي، که نه نو دا موضوع به محکمې ته یوسي.