چمن (ویب نیوز)د جماعت اسلامي بلوچستان صوبایي عمومي منشي مرتضیٰ خان کاکړ اعلان کړی چې په چمن کې د بېروزګارۍ، د چمن پولې د پرلهپسې تړل کېدو، ناامنۍ، غلاوو او لوټمارۍ پر ضد به د جولای په ۲۳مه د جماعت اسلامي له لوري یوه ولسي غونډه ترسره شي. هغه په خبري غونډه کې وویل چې دې غونډې ته به د جماعت اسلامي بلوچستان امیر او د صوبایي اسمبلۍ غړی مولانا هدایت الرحمن بلوچ او نور مشران ویناوې وکړي. نوموړي وویل چې د تېرو دوو کلونو راهیسې د پولې د تړل کېدو له امله د چمن او سرحدي سیمو میلیونونه خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او د زرګونو کورنیو روزګار اغېزمن شوی دی. هغه له حکومته وغوښتل چې چمن پوله ژر تر ژره پرانیزي، د خلکو د روزګار د بېرته رغولو او د امنیت د ټینګښت لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
