مقامی ۱۲ مئی ۲۰۲۶

کوئټه: د مرکزي تنظیم تاجران له خوا د لاک ډاون او ټیکسونو پر ضد د احتجاج اعلان

کوئټه (ویب‌سایټ) — د مرکزي تنظیم تاجران بلوچستان ویاند کاشف حیدري ویلي دي چې په هېواد کې د جبري لاک ډاون، د ټیکسونو زیاتوالي، د ایف بي آر د تجارت ضد اقداماتو، د پټرولیم مصنوعاتو او برېښنا د لوړو بیو پر ضد به نن ماښام څلور بجې د کوئټې پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره او مهمه خبري غونډه ترسره کېږي.هغه وویل چې دا احتجاج د مرکزي تنظیم تاجران پاکستان له خوا د هېواد په کچه پیل شوې احتجاجي تحریک برخه ده، چې موخه یې د سوداګرو جائزې غوښتنې تر حکومتي چارواکو رسول دي.کاشف حیدري د احتجاج اړوند پمفلټونو د وېش پر مهال وویل چې سوداګرۍ له سخت اقتصادي فشار سره مخ دي، کاروباري فعالیتونه اغېزمن شوي او واړه تاجران له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.هغه زیاته کړه چې د اختر په رانږدې کېدو سره هم بازارونه سوړ دي او تاجر نور د لاک ډاون او اضافي ټیکسونو د زغملو توان نه لري.د مرکزي تنظیم تاجران بلوچستان ویاند د کوئټې ټولو سوداګرو، دوکاندارانو او کاروباري حلقو ته بلنه ورکړه چې د خپلو حقونو لپاره دې په احتجاج کې پراخ ګډون وکړي.نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې جبري لاک ډاون او اضافي ټیکسونه دې ختم کړي۔