مقامی ۲۲ جولائی ۲۰۲۶

د دیني مدرسو د ثبت خنډونه دې لرې شي، قانون دې د خپلې اصلي روحیې له مخې عملي شي حافظ محمد صدیق مدني

کوټه (ویب نیوز)د جمعیت علمای اسلام چمن بلوچستان مشر حافظ محمد صدیق مدني ویلي چې دیني مدرسې د هېواد مهم دیني او تعلیمي بنسټونه دي او د هغوی د قانوني ثبت پر وړاندې غیر ضروري خنډونه د منلو وړ نه دي. هغه په خپل بیان کې وویل چې پارلمان د مدرسو د ثبت په اړه قانون تصویب کړی، نو اړوندې ادارې باید دا قانون د خپلې اصلي روحیې له مخې عملي کړي. نوموړي ادعا وکړه چې د مدرسو مسؤلان بې‌ځایه د دفترونو تر منځ ګرځول کېږي او د ثبت بهیر په قصدي ډول ځنډول کېږي، چې دا د قانون او عدالت له غوښتنو سره په ټکر کې دی. هغه غوښتنه وکړه چې د ټولو مکتبونو د مدرسو قانوني او اساسي حقونه دې درناوی وشي، د ثبت بهیر دې شفاف، اسانه او بې‌توپیره شي، او حکومت دې د ټکر پر ځای د باور او د قانون د حاکمیت پر بنسټ تګلاره خپله کړي.