مقامی ۱۲ مئی ۲۰۲۶

هېواد د خپل تاریخ له بدترینو بحرانونو سره مخ دی: پشتونخوا ملي عوامي پارټي

کوئټه (ویب‌سایټ) — پشتونخوا ملي عوامي پارټۍ د مې دولسمې ۲۰۰۷م کال د پېښې د شهیدانو د نولسم تلین په مناسبت ویلي چې هېواد دا مهال د خپل تاریخ له سختو او بدترینو بحرانونو سره مخ دی.د ګوند مرکزي سېکرټرېټ له خوا په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې ګوند د خپل مشر محمود خان اڅکزي په مشرۍ اوس هم په هېواد کې د آئین د تحفظ، د پارلمان د خپلواکۍ، د ولسواکۍ او د قومونو د برابرۍ پر بنسټ د حقیقي فېډرېشن لپاره مبارزه روانه ساتلې ده.بیان کې ویل شوي چې د ۲۰۰۷م کال د مې په ۱۲مه د پخواني چیف جسټس د کراچۍ د سفر پر مهال په هرکليز لاریون برید وشو، چې پکې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو تر پنځوس زیات کسان وژل شوي او ژوبل شوي وو.ګوند ویلي چې په دې پېښه کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ځوان غړی مهتاب خان آفریدي هم شهید شوی و او ګڼ نور غړي ژوبل شوي وو.بیان کې زیاته شوې چې تر نولسو کلونو وروسته هم د دغې خونړۍ پېښې عاملین عدالت ته نه دي وړاندې شوي او د شهیدانو کورنۍ لا هم د انصاف په تمه دي.پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ویلي چې تر هغو چې په هېواد کې د آئین واکمني، د پارلمان خپلواکي، د ولس حاکمیت او د قومونو د برابرۍ پر بنسټ حقیقي فېډرېشن نه وي جوړ شوی، او د ۸ فبرورۍ ۲۰۲۴م ټاکنو مینډېټ حقیقي استازو ته نه وي سپارل شوی، د هېواد بحرانونه به حل نه شي.ګوند همداراز د عمران خان او نورو سیاسي بندیانو د خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده۔