کوټه(ویب نیوز) سیاسي او ټولنیزو مشرانو اختر محمد لوني، محمد ایوب کاکړ او علي جعفر بنګش د کوټې د سپیني سړک په نیو ټراما سنټر کې د امنیتي کارکوونکو د ادعا شوي چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې د ناروغانو له خپلوانو سره دې په درناوي او خواخوږۍ چلند وشي. دوی په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د بېړنیو ناروغانو کورنۍ له وړاندې له ذهني فشار سره مخ وي او د امنیتي کارکوونکو نامناسب چلند یې ستونزې لا زیاتوي. دوی دا هم ویلي چې ځینې وختونه د روغتون له خوا ورکړل شوي اټنډنټ کارتونه نه منل کېږي او د انتظار کوونکو لپاره د سیوري، د څښاک اوبو او د لمانځه مناسبې اسانتیاوې هم نشته. مشرانو د بلوچستان له حکومته او د روغتون له ادارې وغوښتل چې د شکایتونو سمدستي نوټس واخلي، امنیتي نظام ښه کړي او د ناروغانو د خپلوانو لپاره بنسټیزې اسانتیاوې برابرې کړي. د یادونې وړ ده چې د روغتون ادارې تر اوسه خپل دریځ نه دی وړاندې کړی.
