کوټه(ویب نیوز) افغان قومي موومنټ د پټرولیم توکو د بیو زیاتوالی رد کړی او له حکومته یې غوښتي چې پر خلکو د نوي مالي بار اچولو پر ځای خپلې امتیازي ګټې او غیر ضروري لګښتونه کم کړي. د ګوند په مرکزي اعلامیه کې ویل شوي چې ګراني، درانه مالیات او د بیو پرلهپسې لوړوالی د بېوزلو او منځنۍ طبقې ستونزې لا زیاتې کړې دي. د اعلامیې له مخې، سره له دې چې په نړیوال بازار کې د تېلو بیې راټیټې شوې، خو په هېواد کې د پټرولیم توکو د بیو لوړول د خلکو لپاره نورې ستونزې هم پیدا کوي او د ورځنیو اړتیاوو پر توکو هم منفي اغېز کوي. ګوند له حکومته وغوښتل چې ولسپالې اقتصادي پالیسۍ غوره کړي، د مالیاتو بار کم کړي او د ګرانۍ د کنټرول لپاره اغېزمن اقدامات وکړي.
