مقامی ۱۲ مئی ۲۰۲۶

چمن: د محمود خان اڅکزي دریځ د ټول هېواد د ولس دریځ ګرځېدلی دی، صلاح الدین ناظم

چمن (ویب‌سایټ) — د پشتونخوا ملي عوامي پارټۍ تر سیوري لاندې د چمن په تحصیل میونسپل کارپوریشن کې د شمولیت یو پروګرام د مرکزي سېکرټر صلاح الدین ناظم په مشرۍ ترسره شو.په دې موقع ۳۱ کسانو په رسمي ډول په پشتونخوا ملي عوامي پارټۍ کې شمولیت وکړ، چې پکې حاجي مرتضی صالحزي، حاجي وارث اکا، محمد یعقوب، حاجي پهلوان، امان الله، سیف الله، اولیا، انبیا، نصیب الله، سمیع الله، احسان الله، محمد یاسین، محمد اٹل، عطاالله، اکرام الله، امان الله، محمد عیاس، محمد وقاص، محمد طاهر، محمد قاسم، محمد معصم، حضرت بلال، حضرت عمر، حضرت عثمان، حضرت علی، حضرت حمزه، جعفر خان، محمد حسنین او نور شامل وو.په غونډه کې د پشتونخوا میپ د چمن قائم مقام سېکرټر حاجي جمال خان اڅکزي، شیرعلي خان، صادق خان، مولوي محمد حسن، اولس یار خان اڅکزی او جمعه خان اڅکزي هم ویناګانې وکړې.مقررینو وویل چې د پښتنو او دې سیمې د ستونزو حل یوازې د مشر محمود خان اڅکزي په اصولي او جمہوري دریځ عمل کولو سره ممکن دی. هغوی زیاته کړه چې د محمود خان اڅکزي سیاسي دریځ او فارموله د موجوده بحران د حل لپاره یو واضح لاره وړاندې کوي.صلاح الدین ناظم په وینا وویل چې د مشر محمود خان اڅکزي دریځ اوس د ټول هېواد د اکثریتي ولس دریځ ګرځېدلی او د “تحریک تحفظ آئین پاکستان” په نوم یو قوي سیاسي او جمہوري تحریک رامنځته شوی دی چې هغه یې مشري کوي.مقررینو زیاته کړه چې د خلکو په زیاتېدونکي شمولیت سره د پشتونخوا ملي عوامي پارټۍ سیاسي قوت نور هم پیاوړی کېږي او د ولس اعتماد زیاتېږي.په پای کې نویو شامل شوو غړو ته مبارکي ورکړل شوه او وویل شول چې د دوی شمولیت به د تحریک ځواک نور هم زیات کړي او د جمہوریت، آئیني بالادستۍ او ولسي واک لپاره به مبارزه جاري وساتل شي.