تازه خبرونه ۲۲ جولائی ۲۰۲۶

د ایران او امریکا د کړکېچ له امله د نړۍ په بازارونو کې د تېلو بیې لوړې شوې

کوټه (ویب نیوز): د ایران او امریکا ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ له امله د نړۍ په بازارونو کې د خامو تېلو د بیو د لوړېدو لړۍ دوام لري. د وروستیو شمېرو له مخې د امریکا د خامو تېلو (وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ) بیه ۳.۱۲ سلنه لوړه شوې او ۸۷.۴۶ ډالرو فی بیرل ته رسېدلې ده، په داسې حال کې چې د برېنټ خام تېل هم ۳.۷۵ سلنه لوړ شوي او ۹۴.۷۶ ډالرو فی بیرل باندې راکړه ورکړه کېږي. کارپوهان وایي، په منځني ختیځ کې روان کړکېچ د نړیوالې انرژۍ پر بازارونو دوامداره اغېز کړی دی.