مقامی ۲۲ جولائی ۲۰۲۶

په مېختر کې سېلابي څپه، ټيټو سيمو کې کورونو ته د زيان اندېښنه

مېختر (وېب نيوز): په مېختر کې د سختو بارانونو له امله سېلابي څپه تېره شوې چې له کبله يې په ګڼو ټيټو سيمو کې کورونو او شتمنيو ته د زيان رسېدو اندېښنه رامنځته شوې ده. د سيمې اوسېدونکي وايي د اوبو کچه پرله‌پسې لوړېږي او ګڼو مېشتو سيمو کې يې خلک اندېښمن کړي دي. ولس له حکومت، ضلعي ادارې او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې بېړني امدادي او خونديتوب اقدامات ترسره او اغېزمنو سيمو ته ژر تر ژره مرستې ورسوي، څو د هر ډول ځاني او مالي زيان مخه ونيول شي. چارواکو له خلکو غوښتي چې له غير ضروري تګ راتګ څخه ډډه وکړي او احتياطي تدابير خپل کړي.