تازه خبرونه ۲۲ جولائی ۲۰۲۶

امریکا د نویو بریدونو لپاره پلمه لټوي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت

کوټه (ویب نیوز): د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، امریکا د نطنز ترڅنګ د کولانګ کوه نوم په یادولو سره پر ایران د نویو بریدونو لپاره پلمه جوړوي، حال دا چې په دغه سیمه کې هېڅ اټومي فعالیت نه ترسره کېږي. نوموړي وویل، د ملګرو ملتونو د اټومي څار ادارې ولې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ګواښ په اړه غبرګون نه دی ښودلی. د هغه په وینا، امریکا د کولانګ کوه موضوع د نوې یرغلګرۍ، ورانکارۍ او پوځي اقدام لپاره د پلمې په توګه کاروي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ تېره ورځ د نطنز ترڅنګ د یادې سیمې د په نښه کولو ګواښ کړی و او ویلي یې وو، تر هغو چې ایران د مانا لرونکو مذاکراتو لپاره چمتو نه شي، امریکا به ورسره خبرو ته لېوالتیا ونه لري.