کوټه (ویب نیوز): د ایران د وسلهوالو ځواکونو ویاند بریګېډ جنرال ابوالفضل شکارچي ادعا کړې چې امریکا د درېیمې نړیوالې جګړې لپاره ځانګړې شوې ټولې پرمختللې وسلې د ایران پر ضد ځای پر ځای کړې دي. نوموړي په تهران کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، ایران د جګړې او اوربند په بېلابېلو پړاوونو کې هم د خپلو ستراتیژیکو توغندیو د جوړولو بهیر نه دی درولی. د هغه په وینا، دښمن د خپلو ټولو استخباراتي امکاناتو سره سره تر اوسه د ایراني توغندیو د تولید مرکزونه نه دي موندلي. شکارچي دا ادعا هم وکړه چې په لوېدیځه اسیا کې د امریکا پر پوځي اډو د تېرو پنځو لسیزو پانګونه د وروستۍ جګړې پر مهال سخته زیانمنه شوې ده.
