تهران (ویبسایټ) — ایران د امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال هغه راپور رد کړی چې پکې د جوهري موادو په اړه ادعاوې شوې وې او هغه یې ګمراه کوونکی بللی دی.ایراني چارواکو ویلي چې امریکایي ورځپاڼې حقایق په غلط ډول وړاندې کړي دي. د دوی په وینا، د ایران اصلي وړاندیز کې په ټولو محاذونو کې د فوري جګړې بندولو غوښتنه شامله وه.د ایران له لوري دا دریځ هم وړاندې شوی چې هېواد یې له امریکا د هر ډول احتمالي بیا برید پر ضد د تضمین غوښتنه کړې ده.تهران همداراز له امریکا غوښتنه کړې چې د تیلو صادراتو په ګډون ټول بندیزونه لرې کړي او بحري محاصرې پای ته ورسوي.ایراني چارواکو ویلي چې دوی د بهر هېوادونو کې د کنګل شوو ټولو شتمنیو د بېرته بحالۍ غوښتنه هم کړې ده.
