کوټه (سرکاري خبر)د بلوچستان د اعلیٰ وزیر په لارښوونه د سپورټ او ځوانانو چارو سلاکارې مینې مجید بلوچ د شهید سېشن جج عبدالحقیم کاکړ کور ته ولاړه، له کورنۍ سره یې غمشریکي وکړه، فاتحه یې وکړه او ویې ویل چې د شهید قرباني د ټول ملت، عدلیې او بلوچستان ګډه ضایعه ده. هغې وویل حکومت به د شهید له کورنۍ سره هر ډول مرسته وکړي او د ترهګرۍ پر وړاندې به خپل عزم نور هم پیاوړی وساتي.
