تازه خبرونه ۲۴ جولائی ۲۰۲۶

د بلوچستان ګورنر د شهید سېشن جج عبدالحکیم کاکړ له کورنۍ سره غمرازي وکړه

کوټه (ویب نیوز)
د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د مستونګ په وروستي ترهګریز برید کې د شهید شوي سېشن جج عبدالحکیم کاکړ له کورنۍ سره غمرازي وکړه. نوموړي د شهید جج له زامنو سره ولیدل، هغوی ته یې ډاډ او تسلیت ورکړ، د شهید خدمتونه یې وستایل او دعا یې وکړه چې الله تعالی دې ارواښاد ته د جنت الفردوس لوړ مقام ورکړي او کورنۍ ته دې صبر او زغم ورپه برخه کړي.