کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخېل د مستونګ په وروستي ترهګریز برید کې د ټپي شوي اېډیشنل سېشن جج طارق لاشاري د کوټې په کمباینډ ملټري روغتون (سی ایم ایچ) کې عیادت وکړ. نوموړي د هغه روغتیا وپوښتله، د ژر رغېدو هیله یې څرګنده کړه او له ډاکټرانو څخه یې د درملنې په اړه معلومات ترلاسه کړل، همدارنګه یې ټپي جج ته د هر ډول ممکنه همکارۍ ډاډ ورکړ.
