مقامی ۲۵ جولائی ۲۰۲۶

په برشور کې د وسلوالو ډلو پر شتون سخته اندېښنه، د شفافو پلټنو غوښتنه پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند

کوټه (ویب نیوز) پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د برشور ولسوالۍ د شبک نارین یونین کونسل اړوند کلی شاسه محمدزئي، چرمیان او شاسه اسماعیل زئي په غرنیو سیمو کې د څو ورځو راهیسې د وسلوالو ډلو پر شتون سخته اندېښنه او احتجاج څرګند کړی دی. ګوند ویلي، دا وضعیت په بلوچستان او سویلي پښتونخوا کې د دولت د واک، د قانون د حاکمیت او د ولس د سر او مال د خوندیتوب په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي. ګوند زیاته کړې، که اړوند ادارې له دغو وسلوالو ناخبره وي نو دا د امنیتي ادارو ستره ناکامي ده، او که خبر وي نو ولس ته دې د هغوی د هویت، موخې او ملاتړ په اړه سپیناوی وشي.ګوند ویلي چې د برشور پېښه یوازې د یوې سیمې ستونزه نه ده، بلکې په ټوله بلوچستان، په ځانګړې توګه په پښتونخوا وطن کې د خرابېدونکي امن او نظم دوام دی. په بیان کې د سیشن جج عبدالحکیم کاکړ شهادت، او له دې وړاندې په زیارت، منګوچر، مستونګ، هنه اوړک، قلعه عبدالله، هرنایي، شاهرګ، پشین او د کوټې ـ کراچۍ پر ملي لویه لاره د ترهګرۍ، هدفي وژنو، تښتونو، د لارو بندولو او د خلکو د پېژندپاڼو د پلټنې پېښې د ولس د بې‌امنۍ څرګندې بېلګې بلل شوې دي.پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند ویلي، د کچلاغ ـ ژوب پر لویه لاره د وسلوالو له خوا د خلکو درول، د پېژندپاڼو کتل، خپلې خوښې ناکې جوړول او د زیارت په ځینو سیمو کې د “سروې” په نوم د خلکو د ځمکو اندازه کول ډېر خطرناک، غیرقانوني او د نه منلو وړ عملونه دي. ګوند ویلي، که وسلوالو ډلو ته په عامه سیمو او لویو لارو کې دا ډول واک ورکړل شي او دولت چوپ پاتې شي، نو دا د قانون د حاکمیت او اساسي قانون لپاره جدي ګواښ دی.پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند غوښتنه کړې چې په برشور، کچلاغ، زیارت، پشین او نورو اغېزمنو سیمو کې د وسلوالو ډلو د شتون او فعالیتونو په اړه دې د عدالتي څار لاندې شفافې او بې‌طرفه پلټنې وشي، ټول ملاتړي او اسانتیا برابرونکي دې د قانون منګولو ته وسپارل شي، او د سیشن جج عبدالحکیم کاکړ په ګډون د وروستیو ترهګریزو، هدفي وژنو او تښتونو پېښې دې په خپلواکه توګه وڅېړل شي. ګوند خبرداری ورکړی چې که حکومت او اړوند ادارې خپلې اساسي او قانوني دندې ترسره نه کړي، نو له نورو سیاسي ګوندونو او ولس سره به په ګډه پراخ جمهوري او سوله‌ییز احتجاجي تحریک پیل کړي.