تازه خبرونه ۲۴ جولائی ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو ستر عملیات، ۴ وسله وال ووژل شول، وسلې او اسانتیا برابروونکي ونیول شول

کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ د کډ کوچه په سیمه کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د فتنه الہندوستان سره د تړاو لرونکو ۴ مبینه وسله والو د وژلو ادعا کړې ده. د امنیتي سرچینو په وینا، په عملیاتو کې په زیاته اندازه وسلې، مهمات او موټرسایکلونه نیول شوي او ګڼ مبینه اسانتیا برابروونکي هم نیول شوي دي. سرچینې وایي، په عملیاتو کې څو مبینه وسله وال ټپیان شوي او په سیمه کې د لټون او پاکولو عملیات دوام لري. د کورنیو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي د امنیتي ځواکونو د بریالۍ کړنې، مسلکي وړتیا او قربانیو ستاینه کړې ده۔