مقامی ۲۴ جولائی ۲۰۲۶

وفاقي حکومت د لس لکه ټنه غنمو د بېړنۍ واردولو پرېکړه وکړه

کوټه (نوې ژوند وېب نيوز)وفاقي حکومت په هېواد کې د غنمو د کمښت د مخنيوي او د بازار د ثبات لپاره د لس لکه ټنه غنمو د سمدستي واردولو پرېکړه کړې ده. د وفاق او صوبو ترمنځ په ګډه مشورتي غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پاسکو موجودې زېرمې به د صوبو د اړتياوو له مخې ژر تر ژره ورکړل شي، خو د ټولو صوبو ګډه اړتيا د شته زېرمو څخه زياته ده، نو ځکه به لس لکه ټنه غنم له بهره وارد شي. د خوراکي خونديتوب وفاقي وزير رانا تنوير حسين وويل، حکومت خلکو ته د ارزانه او معياري غنمو د برابرولو لپاره ژمن دی او د وارداتي غنمو له لارې به د صوبو اړتياوې پوره او په کورني بازار کې به ثبات وساتل شي.