پاکستان ۲۵ جولائی ۲۰۲۶

جاپان د پاکستان په وروسته پاتې سیمو کې د نجونو د تعلیم د ودې ملاتړ کوي، اکاماتسو شویچي

کوټه(نوې ژوند وېب نيوز) په پاکستان کې د جاپان سفیر اکاماتسو شویچي ویلي چې جاپان د پاکستان په وروسته پاتې سیمو، په ځانګړي ډول د نجونو د تعلیم د ودې لپاره خپلې مرستې دوامداره ساتلې دي. نوموړي دا خبرې د ګورنمنټ ایلیمنټري سکول راډهو جوکھیو، ګډاپ کې د یوې پروژې د پرانیستې او سپارلو په مراسمو کې وکړې. د دې پروژې له مخې د جاپان حکومت د ۱۶۸۶ میلیونه جاپاني ین مرستې له لارې د سند په کلیوالو سیمو کې د نجونو ۲۰ لومړني ښوونځي ایلیمنټري کچې ته لوړ کړي او ۶۰ ټولګي یې پراخ او ورغولي دي، چې له امله به هر کال شاوخوا ۲۴۰۰ نجونې په خپلو سیمو کې د زده کړو غوره اسانتیاوې ترلاسه کړي. جاپاني سفیر او د جائیکا استازو هیله څرګنده کړه چې دا پروژې به د نجونو د تعلیم د ودې او د پاکستان او جاپان ترمنځ د همکارۍ په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.