اوسته محمد (ځانګړی استازی)د اوسته محمد ښاروالۍ د عمومي شورا مهمه غونډه د مرستیال ښاروال او سپیکر حاجي خان پلال په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې ښاروال میر مظفر خان جمالي، چیف افسر سید سکندر شاه او د شورا غړو ګډون وکړ. غونډه کې د ښار د پاکوالي، د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي، اداري او مالي ستونزو او نورو ولسي موضوعاتو په اړه تفصیلي بحث وشو. د شورا غړو غوښتنه وکړه چې د ښار د صفایۍ نظام دې ښه شي، خلکو ته دې د څښاک پاکې اوبه په دوامداره توګه برابرې شي او ټولې بلدیاتي ستونزې دې ژر تر ژره حل شي. په غونډه کې جنرل کونسلر ملک محمد انور بنګلزۍ پر چیف افسر د مالي بې نظمۍ او فساد تورونه ولګول او د پلټنو غوښتنه یې وکړه، خو د دغو تورونو په اړه د اړوندو چارواکو دریځ نه دی ترلاسه شوی. شورا د کرنیزو اوبو پر سخت کمښت هم اندېښنه څرګنده کړه، د سکر د بزګرانو له روان پرلت سره یې بشپړ ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې د نصیرآباد ډویژن د اوبو ستونزه باید بېړنۍ حل شي.
