تازه خبرونه ۲۶ جولائی ۲۰۲۶

ایران د جګړې او اوربند پر مهال له ۱۸ میلیاردو ډالرو ډېر تیل وپلورل.

تهران (ویب نیوز):د ایران د نفتو وزیر محسن پاک نژاد ویلي، ایران د وروستۍ جګړې پر مهال د ۱۱ اعشاریه ۵۰ میلیاردو ډالرو او د اوربند په موده کې د ۶ اعشاریه ۵۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت تیل پلورلي، چې ټولیزه کچه یې له ۱۸ میلیاردو ډالرو اوښتې ده. د هغه په وینا، له اوربند وروسته د امنیتي خطرونو په کمېدو سره د ایران د نفتو صادرات زیات شوي او هېواد توانېدلی چې د شاوخوا ۱۰ کروړه بېرلو زېرمه شوي خام نفت او ګاز یوه برخه هم وپلوري. نوموړي زیاته کړه چې له دې پلور څخه ترلاسه شوې عایدات د حکومت د کلني بودجې د اټکل شوې نفتي عوایدو په پرتله ۶۰ سلنه زیات وو، چې د هېواد خزانې ته یې د پام وړ مالي ګټه ورسوله.