مقامی ۲۶ جولائی ۲۰۲۶

له اتیا کلونو راهیسې د بلوچستان ستونزې پر خپل ځای ولاړې دي، لشکري رئیساني

کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان قبایلي، سیاسي او مذهبي مشرانو نوابزاده حاجي لشکري رئیساني، سردار احمد خان غیبزي، مولانا محمد خان شیراني، پخواني نګران وزیراعلیٰ نواب غوث بخش باروزي، عبدالمتین اخوندزاده، پروفیسره فائزه میر، ډاکټر لعل محمد کاکړ، جهان آرا تبسم، علي احمد بیګ او نورو د کوټې پریس کلب کې د سردار احمد خان غیبزي د “واشنګټن څخه تر بیجینګ پورې”* کتاب د مخکتنې غونډې ته په وینا کې وویل چې د تېرو اتیا کلونو راهیسې د بلوچستان ستونزې پر خپل ځای پاتې دي، ځکه له پیل څخه یې سم تشریح نه ده شوې. هغوی وویل چې د بلوچستان خلکو ته د سولې، پرمختګ او ازاد سیاسي فعالیت فرصت نه دی ورکړل شوی او صوبه تل له بېلابېلو کړکېچونو سره مخ ساتل شوې ده. ویناوالو ټینګار وکړ چې د بلوچستان د ستونزو دوامداره حل د ولسي حقونو، سیاسي پوهاوي، ملي یووالي او متقابل باور په رامنځته کولو کې دی، او ځینې حکومتي پالیسۍ، په ځانګړې توګه د لیویز ځواک په اړه پرېکړو، ستونزې لا زیاتې کړې دي. هغوی زیاته کړه چې تر هغو چې په تګلارو او چلند کې بدلون رانه شي، د بلوچستان د ستونزو هواری به ممکن نه وي.